د ټي بي ناروغانو شمېر کم شوی

comments 0

12 Views

هندوکش – کابل: روغتیا وزارت وایي، د تېرو کلونو په پرتله د نري رنځ د ناروغانو د مړینې په شمېر کې نیمايي کموالی راغلی.
د روغتیا وزارت وزیر فیروزالدین فیروز وایي، ۲۰۱۴ کال کې د نري رنځ ناروغي له امله ۲۳ زرو کسان مړه شوي و چې سږ کال دا شمېره نهه زرو ته راټیټه شوې.
له دی سره د روغتیا وزارت ارقام ښیې چې تېرکال یې نږدي پنځوس زره په نرې رنځ اخته ناروغان تشخیص او تداوي کړي دي.
له دې سره د روغتیا نړیوال سازمان ډاډ ښودلی چې د روغتیا برخه کې به افغانانو سره مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments