د ټولګټو پروژو تخریب؛ طالبانو پکتیا کې د سلام دوه مخابراتي پايې سوځولي

comments 0

5 Views

هندوکش ـ پکتیا: د پکتيا حکومتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولايت کې د سلام مخابراتي شبکې دوه آنتونونه تخريب او سوځولي دي.
د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ رئيس عبدالله طوطاخېل نن سې شنبه اکتوبر ۶(تلې۱۵) وويل، چې يو آنتن وړمه ورځ په ميرزکه او بل هغه پرون په سيد کرم ولسوالۍ کې تخريب شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د سيدکرم انتن په بشپړه توګه نړيدلی او د ميرزکې آنتن سوځيدلی ولاړ دی.
د مخابراتو او معلوماتي تېکنالوجۍ رئيس عبدالله طوطاخېل دغه راز وويل، چې له دواړو آنتونونو څخه سولر او بيټرۍ هم وسلوالو طالبانو له ځان سره وړي دي.
په پکتيا کې د سلام مخابراتي شبکې مسؤل انجنير رحيم الله عابد پدې اړه وويل، چې پر دواړو آنتونونو شاوخوا درې سوه زره ډالر لګښت شوی و.
هغه وويل، چې د ميرزکې آنتن د ولسوالۍ له ودانۍ نه شاوخوا درې کيلومتره لېرې کورونو ته نږدې ولاړ دی او د سيدکرم آنتن د دغه ولسوالۍ د چينو په سيمه کې په يوه کور کې فعال شوی و.
هغه زياته کړه، له دې کبله چې دا يوه عام المنفعه پروژه ده، په کار ده چې نه يواځې تخريب نشي، بلکې ساتنه يې باید هم وشي.
انجنير رحيم الله عابد زياته کړه:” چې دا کار له وسلوالو طالبانو پرته بل څوک نه کوي، ځکه د ده په وينا، سل دوه سوه وسلوال کور ته اوړي، آنتن سوځوي او چپه کوي او ځينې وسايل يې له ځان سره وړي.”
خو تر اوسه د دغو دوو آنتونونو د تخريب او سوځولو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه وسله والو طالبانو هم تازه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا دوه انتنونه په داسې مهال کې تخریب کیږي چې تر دې وړاندې يې سلام مخابراتي شبکې ته طالبانو خبرداری ورکړی و چې که د دوی له لوري ورکړل شوي اصول مراعات نه کړي، نظامي هدف به وګرځول شي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments