د ټرمپ په څرګندونو د ارګ غبرګون / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان پر ضد څرګندونې وکړي، د ټولو افغانانو د خوابدۍ او قهر سبب ګرځیدلي دي.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته افغان حکومت کلک غبرګون وښود چې د افغانانو له هرکلي سره مخ دی.
ارګ په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلي، افغانستان د نړۍ له پخوانیو ملت – دولتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی.
د افغانستان ملت هیڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا متحدو ایالتونو سره زموږ شراکت او همکاري د متقابلو ګټو او متقابل درناوي په اساس دی.
موږ د سولې په راوستلو کې د امریکا د همکارۍ ملاتړ کوو، اما زموږ د هیواد اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د زعامت له حضور پرته نشي ټاکل کېدلای. زموږ افغانستان به تل د نړۍ د سیاست صحنه کې په صلابت او عظمت پاتې شي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو له واشنګټن څخه د پاکستان لومړي وزیر سره د جمهوررئیس ټرامپ د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې مسالې اړوند تحولات په دوامداره توګه د افغانستان ازادو خلکو سره شریک کړي.
له دې سره مشرانو جرګې خبرداری ورکړی چې هیڅوک نه شي کولی د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي او که دا ډول لاسوهنې دوام پيدا کړي د امریکا په خیر به نه وي.
د جرګې رییس ټرمپ ته پيغور ورکړی، چې افغانستان کې یې اتلس کلونو کې یوه ډله له منځه یو نه وړه، نو بیا څنګه یو ملت له منځه وړي.
امریکا دې د روسیه او بریتانیا له ماتو زده کړې، که دا ولس امریکا ته یو ځای شو، بیا به دوه ورځې هم افغانستان کې تیري نه کړي.
افغانان په دوستۍ له امریکا سره اړیکو ته دوام ورکوي او هر کله چې دا دوستي په دښمنۍ بدله شوه، بیا به امریکايي ځواکونه دلته دوه شپې هم و نه شي کړلی.
ټرمپ چې ډير کله احساساتي کیږي، بیا د څرګندونو په تړاو نور چارواکي بښنه غواړي، ځکه دا سړی د راتلونکو غبرګونونو او تاوانونو په اړه فکر نه کوي او یواځې له خولې خبره وباسي.
په هر صورت، اوس افغان حکومت د دې څرګندونو وضاحت غوښتی او افغان ولس هم په افغان حکومت فشار راوړی چې دا موضوع جدي تعقیب کړي.

Share this page to Telegram

Comments