د ټرمپ د خبرو ځواب / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

ټرمپ افغانان وننګول تر څو هوش او عقل مو بيداره شي، خو زموږ احساسات بيداره شوه، عقل لا بېده دی، زموږ عقل د مرګ په خوب کي ډوب دی.
د ټرمپ خبري د ټرمپ په فيسبوک کي په الفاظو، کنايو، ښکنځلو، ځان ستاينو او د تاریخ په پورته او کښته کولو نه کېږي.
دا هغه د توري وخت ندی چي موږ په جسمي جګړو کي بريالي و، دا د عقل او ټيکنالوژۍ وخت دی چي موږ پکې تر ټولو کمزوري خلک يو، پدې کمپيوټري او وايرليس جنګ کي موږ خپل هيواد نشو ساتلای، دا اقتصادي زور غواړي، فکري او علمي قوت غواړي او ټيکنالوژيکه پوهه غواړي.
زموږ دا هر څه صفر دي، نه امريکايان ستا سره په توره او چاړه جګړه کوي او نه هم هغه وخت دی، بلکي د ټرمپ خبري که ځوابوی، سل کاله بايد د ځواب لپاره زحمت وباسئ، سل کاله وروسته د ټرمپ د خبرو ځواب موندلای شئ، پدې سلو کلونو کي که شپه او ورځ خواري وکاږئ او لاندي کړني ترسره کړئ، نو د ټرمپ ځواب ورکولای شئ:
۱. نن راپورته شئ د جګړې په مقابل کي ودرېږئ، طالب او پنجابۍ تر غاړه ونيسئ، د خپل کلي او کوره يې وشړئ، حکومت ته وواياست چي ملکي مرګ ژوبله دي نه منم، هغه سياستوال چي نفاق ته لمن وهي او د پرديو جاسوسي کوي، تشخيص يې کړئ، تر ستوني يې ونيسئ، وطنپالان او جاسوسان سره بېل کړئ، دا کار لس کاله وخت غواړي.
۲. د State Building او Peace Building پروسې مو دومره قوي کړئ چي بيا د نفاق او جګړې فکر په وطن کي پيدا نشي، دولت مو ددې توانايې پيدا کړي چي پرمختيا او رغونه وکړي، دا کار هم لس کاله وخت غواړي.
۳. د تعليم او زده کړي پروسې دومره قوي کړئ چي هلکان او نجوني بايد ښوونځيو ته ولاړ شي، د ښوونځيو کيفيت مو لوړ کړئ، تر هر څه بايد علم او پوهه لومړيتوب ولري، دا کار دېرش کاله وخت غواړي.
۴. د اقتصادي رغوني او ټيکنالوژيکي پياوړتيا لپاره لستوڼي را بډ وهئ، هر فرد بايد کار وکړي، فکر وکړي، اختراعات وکړي، کشفيات وکړي او داسي ټيکنالوژيکي اقتصاد پيدا کړئ چي پر خپلو عوايدو تکيه ولرئ، په زراعتي اقتصاد پرمختګ نه کېږي، دا کار پنځوس کاله وخت غواړي.
پدې پورته سلو کلونو کي د فکري رغوني، د ملي روحيې پياوړتيا، ملي مسؤليت منل، وطن تر شخصي ګټو نه قربانول، فساد، خيانت او اختلاص نه کول، وطن ته وفاداره کېدل، د بنجابۍ غلامۍ نه منل، د کلي او وطن نه ورانول او د ملي يوالي رامنځته کول، هم وکړئ.
کله چي دا پورته کارونه کېږي، نو تاسي به مړه ياست، بيا به مو زامن او لمسيان د ټرمپ د ځواب قابله شي، موږ اوس د ځواب وړتيا نلرو.
اوس تر ټولو لومړی کار دا وکړئ چې له جګړې ځان خلاص کړئ، له داخلي دښمن ځان خلاص کړئ، کله چې دا کار وشو، هر کار ممکن دی، کله چې له کورنۍ جنجال خلاص نه شې، بیرون هیڅ نه شې کولی، کورنۍ جنجال د همدې لپاره تمویل کیږي، چې بیرونې دښمن ته دې پام نه شي.
طالب او نورې ترهګرې ډلې د همدې لپاره راپورته شوی چې افغانان کورنۍ جګړه کې بوخت وساتي، تاسو لومړی له دې جنجاله ځان خلاص کړئ، د ټرمپ هیڅ خبره به بې ځوابه نه پاتي کیږي.

Share this page to Telegram

Comments