د ټرانسپورټ عواید الکترونکي کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ځمکني ټرانسپورټ عوایدو کې د شفافیت لپاره د ځمکني ټرانسپورت د نوي قانون په اساس ټکس په الکټرونیکه بڼه د بانکونو له لورې اخیستل کيږي.
د ټرانسپورت وزیر لارښونه کړې تر څو د یوې طرحې له مخې د کابل دروازې ورغول شي او عواید په شفافه توګه او کم وخت کې راټول شي.
د عوایدو الکټرونيکي کولو سره تمه کيږي چې د ځمکني ټرانسپورټ عوایدو کې د ډېر والي سربېره خدمتونه چټک او شفافیت رامنځته شي.
د ټرانسپورټ وزیر یما یاري، د مالیې وزارت د عوایدو عمومې مشرې سره ليدنه کې پر دې خبرې کړي چې څنګه کېدای شي د یو واحد مرکز له لارې د کابل له څلورو درازو څخه ټکس په شفافه توګه راټول او خدمات پراخ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments