د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون: راتلونکو اتو ورځو پورې ټول شکایتونه وڅېړل شي

comments 0

161 Views

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي چې په ۸ ورځو کې به د ټاکنو د ورځې په اړه ټول شکایتونه وڅيړي.
د دغه کمیسیون چارواکي وایې تر اوسه توانیدلي د پنځوس سلنه شکیاتونه وڅېړي او پاتې نور به څېړنه به تر راتلونکو اتو ورځو پورې بشپړه شي.
د دغه کمیسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وایې چې یو شمېر شکایتونه د ټاکنیزو جرمونو په تړاو دي، چې پر وینا یې په پوره بې پرې توب توګه به وڅېړل شي، ښاغلي رویدار ویلي ممکن د ځینو رایو باطلیدل د ټاکنو په پایلو اغېز وکړي.
د غه کمیسیون وایې چې په ۳۲ مواردو کې ۵۴۱۲ و رسېدلي چې د تصمیم بندۍ مراحل یې هم ترسره شوي دي.
د دغه کمیسیون چارواکو ویلي چې دوی پدې هڅه کې دي چې په راتلونکو اتو ورځو کې ټول کارونه نهایي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments