د ټاکنو په پروسه د فیفا نیوکه

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو پر کمېسیون نیوکه ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د عملیاتي پلان په اړه هېڅ پرمختګ نه لري.
که څه هم تر ولسمشریزو ټاکنو لا شاوخوا پنځه میاشتې پاتې دي، خو پر ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه نیوکه کوي چې د کمېسیون د عملیاتي پلان برخه کې هېڅ پرمختګ نه لري.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ یا فیفا ويلي، دغه وضعیت ته په کتو راتلونکې ټاکنې هم د بحران په لور روانې دي.
د ټاکنو د مهال وېش څرنګوالی، د ټاکنو د بودجې او د لوژستیکي برخې څرګندېدل، د رأیو ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره مالومات او دا چې په کومو ولایتونو کې به څومره مرکزونه پرانستي وي، په عملیاتي پلان کې شامل دي.
فیفا ویلي، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د دغو پروګرامونو لپاره یوه کړنلاره هم نه ده تصویب کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments