د ټاکنو په تړاو د فیفا انديښنه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: که څه هم د ټاکنو کمېسیون د اداري پلاوي جنجال پای ته ورسید او بدیع صیاد کمېسیون رییس وټاکل شو، خو په ټاکنو د څار بنسټ (فیفا) ټينګار کوي چې نباید افغان حکومت د ټاکنو کمېسیون په اداري پلاوي کې لاسوهنه وکړي.
له دې سره یو ځای په ټاکنو د څار بنسټونه د راتلونکو ټاکنو په تړاو انديښنې لري او ټینګار کوي چې کمېسیون دې د چا تر اغیز لاندې نه راځي.
د څار بنسټونه د ټاکنو له کمېسیون د وضاحت غوښتنه کوي چې ټاکنې په اعلان شوې نیټه کیږي او نه؟
خو د ټاکنو کمېسیون ډاډ ښودلي چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره چمتووالی شته او د بودجې ستونزه هم هواره شوې ده.
د ټاکنو د رای ورکونې مرکزونه تثبیت شوي او د امنیت په پراختیا سره به نور مرکزونه هم ایجاد شي.
د ټاکنوکمېسیون پلان لري چې د حوت میاشت کې د رای ورکوونکو ثبت نام پیل کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply