د ټاکنو په تړاو دوسیې محکمې ته ولیږل شوې

comments 0

1 Views

هندوکش_کابل: لوی څارنوالۍ په تېرو پارلماني ټاکنو کې د بې غورې، فساد او لاسوهنو دوسیې بشپړې کړي او محکمې ته لیږلي دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، د ټاکنو په تړاو ټولو شکایتونو ته رسیدګي شوې او د ټولو دوسیو په تړاو نږدې پنځه سوه کسان محکمې ته پيژندل شوي دي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمشنرانو تر څنګ ځینې رییسان او کارکوونکي هم په فساد او لاسوهنې تورن دي.

لوی څارنوالۍ د کونړ او بدخشان شکایتونو کې موندلي چې پایلو کې لاسوهنه شوې او د یو وکیل پر ځای بل وکیل راغلی دی.

جمشید رسولي وایي، هیڅ شکایت له څېړنې نه دی پاتې شوی او له کمشنرانو قوي تضمینونه اخیستل شوي چې چرته به نه ځي.

ولسمشر غني د دواړو کمېسیونونو کمشنران ممنوع الخروج اعلان کړي او تر هغې به بهر نه ځي چې حساب یې نه وي ورکړی.

سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments