د ټاکنو ملاتړ، د دښمن ماتې ده/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان شوې، افغان دښمنه کړۍ هڅه کوي چې دا پروسه سبوتاژ کړي او پرنیږدي چې افغانان د ولسواکۍ څخه ګټه واخلي او په خپله رای استازی پارلمان ته ولیږي.
افغان دښمنه هېوادونو په کور دننه ځینو ډلو او اشخاصو ته دستور ورکړ چې د ټاکنو کمېسیون دفترونه وتړي، له دې وروسته یې بیا د ټاکنو کمېسیونو د نوم بدي کولو هڅې وکړې او تر ننه کار کوي چې د ټاکنو په تړاو د خلکو بدبیني زیاته کړي چې په ټاکنو د خلکو باور نور هم زیانمن کړي.
هسې هم په دوه زره او څوارلسم کال کې جنجالي ټاکنو په کمېسیونونو باور کم کړ، خو اوس ډیر کار او عامه پوهای شوی چې دخلکو باور په کمېسیونونو او رای اچونې پیدا شوی دی.
د افغان دښمنه هېوادونو او کړیو له هڅو سره ـ سره د رای اچونې لپاره د نوم لیکنې د مخنیوي په برخه کې یې وکړې، بیا هم له نهه میلیونه زیات خلک مرکزونو ته لاړل او نوم لیکنه یې وکړه چې پارلماني ټاکنو کې به استازي ته رای کاروي.
کله چې د افغان دښمنه هېوادونو ولیدل چې بیا هم خلک له ټاکنو را و نه ګرځیدل، اوس کار کوي چې د ټاکنو پروسه له درغلیو ډکه وښيي چې خلک د رایو صندقونو ته لاړ نه شي، په دې تړاو بیلابیل ډول تبلیغات وشول چې ګنې پروسه شفافه نه ده، خو د ټاکنو کمېسیون او حکومت په ډاډ سره وویل چې ټاکنې په خپل وخت کوي او له درغلیو به یې پاکې کوي.
کله چې په ټاکنو کې د جعلي تذکرو او سټیکرونو موضوع راپورته شوه، د ټاکنو کمېسیون ټکنالوجي رامنځ ته کړه او پریکړه شوې چې راتلونکي پارلماني ټاکنې به په بایو متریک سیستم باندې کیږي، هغه سیستم چې د یو کس له یوې رای زیاتې نه اخلي.
افغان حکومت ټاکنو کمېسیون ته بودجه په واک کې ورکړه چې دا ټکنالوجي له جرمني هېواد څخه وپیري او د رای اچونې په ورځ ترې کار واخلي.
اوس نو افغان دښمنه هېوادونو او افغان دښمنه کړیو په دې برخه کې هم ماتې وخوړه، ممکن ځینې نورې لارې وکاروي چې د ټاکنو پروسه سبوتاژ کړي، خو افغان ځواکونه به اجازه ور نه کړي.
ممکن د ټاکنو په ورځ باندې د پردیو مزدوران د ټاکنو پروسې د سبوتاژ کولو ناامني او نوره ګډوډي جوړه کړي چې خلک په ټاکنو کې له رای ورکولو راوګرځوي، خو د دې ورځې د امنیت لپاره افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ته دنده سپارل شوې او له اوس څخه د ټاکنو لپاره په امنیتي پلان باندې د تطبیق کار پيل شوی دي.
نو ټاکنې د ولسواکي اصل دی او ټاکنو ته رسیدل او د نوي پارلمان رامنځ ته کیدل د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې کولای شي د دولت یوه قوه چې درې کاله ناقانونه کار کوي، پر ځای یې نوي کسان راشي چې قانوني به پنځه کلنه دوره پای ته رسوي.
خلکو ته پکار ده چې د خپلې خوښې استازي ته رای ورکړي او له دې درکه د ولسواکۍ اراده تمثیل کړي او هغو کسانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې غواړي ټاکنې ترسره نه شي او پر حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو د خلکو باور کم کړي.

Share this page to Telegram

Comments