د ټاکنو لپاره په جعل څېړنې پيل شوي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: پر شاوخوا سل زرو جعلي تذکرو د سټېکرونو د لګولو د قضیې د څېړلو پلاوي کار پیل کړی دی.
لویه څارنوالي وایي، دغه پلاوي عدلیې وزارت او ولسي جرګې ته مکتوبونه لېږلي چې د موضوع جزئیات له ګوندونو، سیاسي بهیرونو او د ولسي جرګې له غړیو سره شریک کړي چې که په دې اړه څه اسناد او شواهد ولري له دغه پلاوي سره دې شریک کړي.
د عمومي تذکرو د شمېر تثبیت، د تذکرو په اړه شکایتونو ته لاس رسی، د جعلي تذکرو د عاملینو پېژندنه او عدلي ارګانونو ته د دوی معرفي کول، د ګمارل شوي پلاوي مهمې دندې دي.
په داسې حال کې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان ملي ایتلاف کابو سل زره جعلي تذکرې چې سټېکرونه پرې لګېدلی و، رسنیو ته وښودې.
له هغې وروسته ارګ د دغې ستونزې د حل لپاره د لويې څارنوالۍ، امنیتي ارګانونو، د ټاکنو کمېسیون، د احصايې د مرکزي ادارې او د نفوسو د احوال ثبتولو د ادارې په ګډون یو پلاوی وګماره.
سپوږمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments