د ټاکنو د پایلو د سبوتاژ هڅې / بریالې ویاړ

comments 0

0 Views

افغانان په ډير باور سره د میزان په شپږمه د رایو مرکزونو ته لاړل رای یې وکاروله، افغان ځواکونو ورته امنیت نیولی و او په پوره ډاډمنه فضا کې دا پروسه ترسره شوه، مواد بیرته تر کابل ورسیدل او هیڅ داسې پېښه رامنځ ته نه شوه چې دا پروسه له ننګونو سره مخ کړي.
اوس چې افغان ځواکونو خپل ماموریت بریالی ورسو او بهرنیو استخباراتو ډیزاین شوي پلانونه له ناکامۍ سره مخ شول، د طالبانو مخ تور شو چې ګواښونه به یې کول چې ټاکنو ته به اجازه ور نه کړو، اوس یو بل ډول هڅې کیږي.
هڅې دا دي چې ځینې کړۍ د بهرنیو هېوادونو په دستور غواړي دا پروسه چلنج کړي او په یوه او بله پلمه یې نوم بدې کړي.
د ټاکنو کمېسیونونه کار کوي چې په پوره شفافیت سره دا پروسه بریالۍ کړي او د خلکو رایو ته په درناوي او پوره امانت دارۍ پایلې اعلان کړي، خو ځینې هڅه کوي چې کله ټاکنو کمېسیون په طرف تورن کړي او کله سیستمونه نوم بدي کړي چې ګنې د شفافیت تضمین پکې نشته.
یواځینۍ هڅې چې اوس د داخلي کړیو په همکارۍ بهرني استخبارات کوي دا دي چې د ټاکنو کمېسیونونو باندې په لاس راغلی باور بیرته له منځه لاړ شي او خلک راتلونکي کې بیا ټاکنو کې ګډون و نه کړي او د ولسواکۍ په پروسه یې باور لا ډير کم کړي.
دا سیستماتیک ډول باندې هڅې کیږي، کله وایي سیستم هیک شوی دی، کله وایي سیستم وړتیا نه لري چې تورې او سپينې رای جلا کړی، کله وایي، کمشنران له نوماندانو سره ګوري، کله وایي، د یو مشخص نوماند په ګټه کار روان دی، کله یو اوکله بل څه.
خو په ټوله کې نوی سیستم ، ټکنالوجي او پر کمېسیونونو باور دا په ډاګه کوي چې ټاکنو کې د خلکو ګډون کم خو شفافیت یې زیات دی او دا تر ټولو مهم خبره ده، که ګډون زیات او شفافیت نه وی، بیا ستونزه پيدا کیدلی شوه.
خو دا چې شفافیت باندې ټولو د تایید مهر لګولی همدا مهمه ده، خو دا چې ځینې غواړي شفافیت ترسوال لاندې راولي، دا هڅې د دې لپاره دي چې د ټاکنو د پایلو له اعلان سره یو بحران رامنځ ته شي.
ځینې نوماندان جنجال پيل کړي او لکه بیا د ۲۰۱۴م کال په څېر شپږ میاشتې افغانان په جنجالونو کې تېر کړي چې ټوله حکومتولي ورسره په ټپه ولاړه وه.
خو دا ځل له تېرو تجربو ګټه اخیستل کیږي، د ټولو ناظرین په کمېسیون کې شته او د ټولو پروړاندې کار کیږي، دغه راز د هر مرکز او محل ریزلشټونه نوماندانو سره شته چې کولی شي له سیستم سره یې مقایسه کړي.
د هر ځل ټاکنو په ترسره کیدو سره افغانان تجربې ترلاسه کوي او نوې تجربې دا ښيي چې هیڅ نوماند او پلویانو ته به دا چانس په لاس ور نه کړل شي چې ټاکنو کمېسیون نوم بدی کړي او د پایلو له اعلان وروسته جنجال راپورته کړي.
افغانان چې اوس د ټاکنو پایلو ته په تمه دي، د ټاکنو کمېسیون باوري دی چې پایلې د خلکو له ارادې سره سمې اعلانیږي او د خلکو رای به امانت رسیږی.

Share this page to Telegram

Comments