د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبرداری

comments 0

464 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ټول اساسي ټاکنیز توکي مرکز ته رسېدلي دي او دوی خپلې چارې مخ ته وړي.
د دوی په وینا په هغه محلونو کې چې بایومتریک آلې ورکې شوې دي، جدي څېړنې کېږي او مسوولین به یې ځواب ویونکي وي.
کمیسیون دغه راز وایي د دوی سیستمونه کولی شي بایومتریک او غیر بایومتریک رایې سره جلا کړي، نو ځکه د درغلۍ امکان نشته.
د کمیسیون مسوولینو یو ځل بیا پر خپل دې دريځ ټینګار وکړ، چې یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي او له دې پرته نورې رایې باطلې اعلانوي.
کمیسیون دا هم وویل، د هغو محلونو رایې به نه شمېرل کېږي چې بایومتریک دستګاوې پکې ورکې شوې دي.
د جمهوري ریاست ځینې نوماندان بیا ادعا کوي چي په ټاکنو کې ستره درغلي شوې ده او دانتخاباتو دکمیسیون څخه غواړي چي د درغلیو مخه دي ونه سي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments