د ټاکنو خپلواک کمیسون: غیر بایومټریک رایې د اعتبار وړ نه دي

comments 0

8846 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي په ټاکنو کې د درغلیو او خیالي رایو د استعمال د مخنیوي لپاره یې بشپړ تدابیر نیولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، چې په ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو څخه استفاده کوي او غیر بایومیتریک رایې کمېسیون ته د اعتبار وړ نه دي.
نوموړې وايي چې د رایې اچونې بهیر به نن ورځ مازيګر پنځه بجې پای ته ورسېږي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې کمېسیون ته له ور رسېدو وروسته ژر اعلانوي.
په پام کې وه، چې نن په ټول هېواد کې د رایي کارولو په ۵۳۷۳ مرکزونو کې ټاکنې ترسره شي، خو اوس د کمېسیون مسوولان، د رایې ورکولو د ۵۳۷۳ له ډلې د ۴۴۵ مرکزونو د تړل کېدو خبره کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments