د ټاکنو خپلواک کميسيون: په هیواد کې د راې اچونو مرکزونه به ډیر ژړ تثبیت شي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د تاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د راې اچونو مرکزونو تثپیت لپاره کار شروع شوې چې پنځوسو ورځو کې به دا لړې پاې ته ورسیږي.
د تاکنو خپلواک کمیسیون ریس امام محمد وریماچ وایي چې دغه لړې تول هیواد کې په لاره اچول شوې ده چې تر پنځوسو ورځو به پایته ورسیږي.
د نوموړي په وینا : هدف ته رسیدو په موخه د تاکنو خپلواک کمیسیون ۱۰۰۰ تنه کارکوونکې استخدام کړي چې دغه لړې مرکز او ولایاتو کې مخته بوځې.
نوموړي زیاته کړه چې “حکومت تاکنو خپلواک کمیسون ته ډاډ ورکې چې راې اچونو مرکزونو کې امنیت برابروي او هیله مند یو چې تاکنې بې له کومې ستونزې پایته ورسیږي.
تاکل کیږي چې د ولسي جرګې ټاکنې به د ۱۳۹۷ کال د سرطان میاشتې په ۱۶ ترسره شي چې افغان حکومت یې پر وړاندې یې پوره چمتووالې ښودلې دې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *