د ټاپي پروژې لپاره قوي اراده شته

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کانونو او پطرولیم وزارت وایي، حکومت د ټاپي پروژې تطبیق لپاره اړین ګامونه اوچت کړي او نږدې وخت کې به افغان خاوره کې ددې پروژې عملي چارې پيل شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند متفي وایي، ټاپي مسیر کې دګاز نل لیکې ترڅنګ، له منځنۍ اسیا سویلې اسیا ته د برېښنا لېږد، نوري فایبر، ټرانزیټي سړک او له چمن- تورغونډۍ اورګاډي پټلۍ جوړېږي .
د متفي په خبره، دا پروژه به افغانستان د منځنۍ اسیا او د سوېلي اسیا په اقتصادي او ټرانزیټي پل بدل کړي.
هرات کې د دې پروژې د کار د پرانیستې پرمهال خلکو اتڼونه کړي او ډاډ یې څرګند کړی چې له دولت سره به په هره برخه کې مرسته وکړي چې دا پروژه په وخت تطبیق شي.
سپوږۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply