د يوې هګۍ كيك

comments 0

0 Views

لازم مواد :-
1- هګۍ يوه دانه
2- ترميده اوړه ( 250 ) ګرامه
3- شيدې يو كوچنى بوتل
4- بيكينـګ پوډر دوې كاچغي
5- بوره ( 200 ) ګرامه
6- ويلي سوي غوړي ( 100 ) ګرامه.
د پخېدو ترتيب :
لومړى يو ګردى قالب غوړ كړى. بيا هګۍ بوره بيكينـګ پوډر غوړي دا ټوله سره ګډ كړى او ښه يې سره و وهى چي بوره يې حل سي. او وروسته بيا شيدې ور واچوى او سره وې وهى بيا اوړه ور واچوى او سره وې وهى تر څو ښه سره ګډ سي. بيا دغه مواد په قالب كي واچوى او يو ساعت يې كښېږدى چي كيك پوخ سي. كيك بايد بيخي وپړسېږي او رنـګ يې سور سي بيا يې را واخلى كښېږدى چي سوړ سي. كله چي سوړ سو قالب چپه را واړوي او كيك يې په غوري يا غټ ګردي غاب كي ځني واچوى او پر سر باندي لږ د بورې پوډر ور وپاشى.

Share this page to Telegram

Comments