د ویښ او ویدو ځوانانو سوله / بریالی ویاړ

comments 0

0 Views

تاسو به اوریدلي وې چې یو شمېر افغانان ځوانان چې خوبولي ورته ویلی شو هر کله غږ کوي چې موږ سوله غواړو، جنګ بس دی او موږ ته سوله راکړئ، دا غږ په مظاهره نه دی شوی بلکې له یو او بل دفتر څخه د ټولنیزو رسنیو کې اوریدل کیږي.
د افغان ټولنې بل قشر چې ویښ او بیداره ځوانان یې بللی شو وایي، دولت چې د سولې لپاره د هیواد دننه او بهر چمتو دی د طالیب په خوښه ځای برابر کړي او د سولې خبرې پکې وکړي، که طالیب غواړي دولت ورته په هیواد کې دننه هم دفتر ورکوي، یواځې طالب دې غږ وکړي چې موږ سوله کوو او افغان جګړه چې د افغانانو ترمنځ ده خپلمنځي خبرو باندې حل کیږي.
خوبولی ځوانان بیا یواځې د سولې شعار زمزمه کوي او ډیر حکومت تر نیوکو لاندې نیسي چې ګنې سولې ته اراده نه لري، خو له طالب نه پوښتي چې ولې هر ځل د سولې له خبرو تيښته کوي، دوی ځکه ملامت نه دي چې له طالب ډار لري چې و یې نه وژني.
بیداره ځوانان بیا سوله له چا غواړې؟
دولت خو سولې ته اماده دی، دولت خو ان یو طرفه اوربند هم وکړ، د کابل کنفرانس کې یې د سولې تګلاره وړاندې کړه چې طالب سره بې قیدو شرطه سوله کوي، خو طالیب دی چې جګړه کوي او له خپل دولت سره د سولې په اړه حتا خبرو کولو ته هم تیار نه دی. ورشئ طالیب ته ووایئ چې ولې له دولت سره د سولې په اړه خبرې نه کوي.
خوبولي ځوانان بیا هم ټینګار لري چې طالیب د سولې خبرې نه مني دولت دې یې ومني. مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ.
بیداره ځوانان بیا وایي، نو دولت څه ومني؟ نور څه وکړي؟ ستاسې څه غوښتني دي؟ طالیب ته افغانستان پریږدي؟ بیا تیرو کلونو او وحشتونو ته ورګرځئ؟
ویده ځوانان بیا چیغې وهي، زمونږ غوښتنه سوله ده. دولت چې هر څه کوي مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی.
بیداره ځوانان بیا غږ وکړي چې سوله خو د دولت په لاس کې نه ده چې تاسې ته یې درکړي. سوله خو د طالیب په لاس کې ده ځکه جنګ طالیب کوي. دولت خو یوازې دفاع کوي. که طالیب جنګ ودروي نو سوله به خپله راشي. لاړ شئ طالیب ته ووایئ چې جنګ بس کړه.
خوبولي ځوانان بیا ټینګار لري چې مونږ ټولو ته وایو چې مونږ سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ.
بیداره ځوانان بیا غږ پورته کوي چې د حل لاره هم درته نه ده معلومه، طالیب هم سوله نه کوي. تا ته اوس څنګه سوله راولو؟ تاسې ووایئ چې د سولې راوستو لپاره کومه لاره باندې لاړ شو؟
خوبولي ځوانان وایي، مونږ نه پوهیږو هر څه چې کوئ مونږ سوله سوله غواړو. نور جنګ بس دی. مونږ ته سوله راکړئ.
بیداره ځوانان وایي، ته د سولې قیصو نشه کړی یې. کله دې چې نشه خلاصه شي او په ارام فکر پدې خبره سوچ وکړې بیا ملامت او سلامت معلوم کړه او چې څوک سوله نه کوي هغه راونیسه.
دا اوس لکه ماشومانو بیځایه ضد دی چې ویده ځوانان یې کوي، دا بیځایه ضد دې سوله نشي راتلی چې طالب سولې ته حاضر نه شي او له جګړې لاس وا نه خلي.
که ریښتیا هم سوله غواړې نو له خپل دولت سره دې ودریږه او قوي یې کړه چې طالیب په زور سولې ته مجبور کړي، خو که ته (ویده ځوانان) همداسې په خوله سوله غواړې او په عمل کې د دولت او طالیب ترمینځ بې طرفه اوسې بیا نو د سولې د نه راتګ یو غط خنډ همدا ته ویده یې .

Share this page to Telegram

Comments