د وینې ورکول او روغتیایي ګټې یې

comments 0

0 Views

نارینه کولای شي چې په کال کې ۶ ځله او ښځي څلور ځله وینه ورکړي. په داسې شرایطو کې هم د ویني ورکوونکي او هم ترلاسه کوونکي له دې حالته ګټه اخلي.

د وینې ورکول

په نړۍ کې اوس ډیری خلک سختو ناروغانو او یا هم هغوټپیانو ته چې وینه یې ډیره ضایع شوې وي، وینه ورکوي او په دې توګه د یوه کامل انسان ژوند ژغوري.

طبي پوهان وایي چې؛ څوک چې وینه ورکوي نه یواځې چې داچې د اړ لوري غوښتنې پوره کوي بلکه له مختلفو نارغیو خپله روغه سټه هم ساتي .

روغتیاپالان وايي؛ د یو یونټ (۴۵۰ ملي لیتره) وینه ورکولو سره د وینه ورکوونکو په بدن کی ۶۵۰ کالوري انرژي سوځي.

د وینې ورکول

همداراز وینه ورکول د مختلفو قلبي ناروغیو مخه هم نیسي

ځکه پوهانو تجربه کړې چې د وینی د اوسپنې د مقدار د زیاتوالي په نتیجه کی د زړه امراض ډیریږی، ځکه چی اوسپنه د کولیسترول د ارجاع کولو په عمل کی مهم رول لري، چې هغه بیا د زړه د شریانونو لپاره تاوانې او د زړه د امراضو سبب ګرځي.

د وینې په ورکولو سره دپاخه عمر لرونکي کسان د وینې په ورکولو سره د پیاوړیتوب او تازه ګی احساس کوي.

همداراز داکتران وایي چې وینه ورکول مو د سرطان له وژونکې ناروغۍ څخه هم ژغوري.

ساینس پوهان وایي؛ په یوه میلي لیتر وینه کې پنځه میلیارده سره کرويات، ۲۰۰ میلیونه د ویني حجرې او له پنځو تر لسو میلیونو سپین کرويات وي. په دې ترتیب نو، د وینې د ورکړې پر مهال د انسان له بدن څخه یوازي وینه نه وځي، بلکي د وینې ډيري حجرې هم له بدنه وځي او په پایله کې یې د وینې د ورکوونکي په بدن کې د اوسپني اندازه ټیټیږي.

راځئ واضحه کړو چې کوم کسان وینه ورکولی شي او کومه نه:

وینه باید ماشوم او د ډیرو کلونو بوډا ورنه کړي پر همدې اساس د وینې ورکونکي شخص عمر باید ۱۸-۶۰ کلونو په منځ کې وي.

وینه ورکونکی باید لږ تر لږه ۵۰ کیلو ګرام وزن ولري.

که یې د سږو، روماتیزم او د زړه د رګونو ناروغی درلوده له وینې ورکولو دې ډډه وکړي.

همداراز د ګردې، سرطان، ایدز، شکرې رنځوران دې هم وینه نه ورکوي.

هغه څوک چې له ډیر وخت راهیسې د ساه لنډۍناروغي لري، یا هم د مرګي، دماغي امراضو نه کړیږي او یاهم دوامداره جلدي ناروغیانې لري وینه ورکول ورته ممنوع دي.

په همدې ترتیب د زیړي، سختې ملاریا،حامله ښځه، تر ۶ میاشتو پوری د یو لوی عملیات څخه وروسته، کوم کسان چی شپږ میاشتی مخکی وینه اخستی وي، د الکولو او مخدره مواد معتادین، او د معدې په سخت رنځ اخته خلک دې هم له وینې ورکولو ځان وساتي.

د ویني ورکړه کیدای شي ځيني ځاني عوارض هم ولري. که په بدن کې د ویني د ورکړې له کبله د هغې جریان مختل شي، نو د دې امکان شته چې د ویني ورکوونکی له سرګنګسي او په ځینو مواردو کې آن له ضعف سره مخامخ شي. له همدې کبله هغو کسانو ته چې وینه ورکوي، تر دې کار وروسته ډوډۍ او څښاک ورکول کیږي

روغتیا پالان وایي؛ د ویني تر ورکړې ۲۰ دقیقې وروسته، د ویني جریان بیرته خپل عادي حالت ته ګرځي.

همداراز د ویني تر ورکړې ۲۴ ساعته وروسته، په وینه کې له لاسه ورکړل شوې مایع، بیرته جبرانیږي او ۴۸ ساعته وروسته، د ویني پروتین بیرته پوره کیږي.

په همدې ترتیب ۲ اوونۍ وروسته له لاسه ورکړل شوي کرويات بیرته پوره کیږي او ۸ اوونۍ وروسته په نارینه وو کې د اوسپني سطح بیرته عادي حالت ته ګرځي خو په ښځو کې دا کار کیدای شي چې ۱۲ اوونۍ وخت ونیسي.

په دې ترتیب سره، نارینه کولای شي چې په کال کې ۶ ځله او ښځي څلور ځله وینه ورکړي. په داسې شرایطو کې هم د ویني ورکوونکي او هم ترلاسه کوونکي له دې حالته ګټه اخلي

Share this page to Telegram

Comments