د وینې غوړ او درملنه یې

comments 0

1 Views

ایا د شپې لخوا مو پښې سوځیږی؟ د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ ایا سر ګنګسۍلرئ؟ په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟ په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال ‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي. د دغې ناروغۍ مهمې نښې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول دي.

۱ – د بدن دروندوالی او تل د ستړیا احساس

۲ – په غوږونو کې د ګُزګُز اوازونه

۳ – د سر دائيمي ګنګسوالی

۴ – د شپې لخوا د پښو د تلو سوځیدل او په ټول وجود کې د ګرمۍ احساس ۵ – د زنګانه لاندې په نرمه غوښه کې د شدیدو دردونو احساس.

۶ – د خولې وچیدل او د خولې د مزې دایمې تریخوالی

۷ – د زړه د ضریانو اوریدل

۸ – ناروغ تل د خوب او دروندوالي احساس کوي

9-په ځینو ناروغانو کې د وینې فشار لوړیږي

10-د وزن ‌‌‌‌‌‌ډیروالی مګر پدې معنی نده چې د کم وزن لرونکی تر دې ناروغۍ معاف دي

11-د سترګو د شاخوا پړسوب #

د_وینې_د_غوړو_بدې_پایلې:

۱- د وینې د کوچني رګونو بندیدل چې د زړه د حملاتو او د مغزي سکتویا فلج کیدو سبب ګرځي

۲ – د وینې د فشار لوړیدل چې دا هم په ماغزو،زړه،پښتورګو او د بدن په نورو حساسو سیمو کې د وینې د کوچنیو رګونو د چویدو سبب ګرځي.

۳ – د تریخې کاڼي جوړوي

۴ – د معدې د زخم سبب ګرځي .

۵ – د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي.

۶ – که د لوړ فشار له کبله د سترګو د کوچنیو رګونه وچوي نو د ړندیدو سبب ګرځي.

۷- د لړمون یا ځیګر د غوړوالي او التهاب سبب ګرځي

۸ – د معدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي

۹- په نارینه کېد پروسټاټ د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي.

۱۰ – په ښځو او نارینه کې د پانکراس د غدې د سرطان خطر ‌‌‌‌‌‌ډیروي. #تشخیص په وینه کې د شحمیاتو کچې کتل یا lipid profile درملنه ‌‌‌‌‌‌

۱‌‌‌‌‌‌ – ډېرې اوبه څښکل

۲ – د لیمو او ترشي بابو خوړل په هغه صورت کې چې د وینې فشار نورمال وي.

۳ – دوامداره ورزش یا فزیکي فعالیت او د وزن کمول .

۴ – د شحمیاتو یا غوړویو د متابولیزم مخنیونکي درمل باید تر هغې وخوړل شي ترڅو نوموړې غوړ تر نورمالې کچې راټیټ شي.

هندوکش

Share this page to Telegram

Comments