د وینې د بهیدو مخنیوی(لومړنۍ درملنه) / ډاکتر مقدس

comments 0

0 Views

د وینې د بهیدو له امله کیدای شي په څو دقیقو کې انسان له مرګ سره مخ کړي، نو ددې لپاره لازمه ده د ټولنې هر وګړی د وینې د بندیدو لومړنۍ طبي مرستې په یاد ولري.
د ژوند ژغورنې لومړني یا بنسټیز ګامونه د تنفسي لارې خلاص ساتل، د وینې د بهیدو مخنیوی او د زخم حفاظت درملنه په بر کې نیسي.
زخم کیدای شي د چاقو، مرمۍ، د ونې یا لوړ ځای څخه د غورځیدو په صورت کې رامنځته شوي وي، چې باید مصدوم( ناروغ، ټپي) د وینې بهیدو د مخنیوي لپاره د چټکتیا څخه کار واخلئ. د محافظتي اقداماتو په عملي کولو سره د مصدوم کس سره مرسته وکړئ، په لومړي سر کې که شونې وي خپل لاسونه ومینځئ او خپل لاسونو ته محافظتي دستکشې واغوندئ( که امکان و).
د وینې بهیدل په دوه ډوله دي:
۱ـ خارجي وینه بهیدل: په دې ډول وینه بهیدلو کې د یو خلاص زخم( د پوستکې څيرې شوې برخه) څخه وینه بهیدنه شامله ده، چې وینه پکې بهر ته جریان پیدا کوي.
۲ـ داخلي وینه بهیدل: هغه مهال رامنځته کیږي چې وینه د زخمي شوي حجراتو او یا له زخمي شوي غړي له منځ څخه لکه په سینه کې دننه، د بدن غړو او جوفونو په داخل جریان پيدا کړي، د دې ډول زخمونو وینه د بدن په داخل کې په نږدې او مجاورو انساجو کې راغونډیږي.
د وینې د بهیدلو مخنیوی:
تر هر څه لومړی باید په سیمه کې د ټپي شوي کس لپاره د امبولانس راوغوښتل شي او نږدې روغتون ته یوړل شي، تر روغتون رسیدو پورې لاندې لارې تعقیب کړئ.
۱ـ د زخم/ جرحې له پاسه فشار وارد کړئ:
۲ـ زخمي شوي کس ته ارامتیا او استراحت ورکړئ تر څو تنفس یې په سمه توګه ترسره شي.
۳ـ د زخمي کس جامې څیرې کړئ تر څو زخم په ښه توګه بربنډ شي.
۴- په زخم باندې معقم ګاز یا بنداژ کیږدئ او فشار ورکړئ، تر څو د وینې جریان بند شي، که لاس رسی لرۍ له دستکشو څخه کار واخلئ.
۵ـ که امکان لري د زخم دواړه خواوې( څنډې) یو بل ته نژدې کړئ.
۶ـ زخمي شوې ساحه پورته ونیسئ او حمایت یې خپله وکړئ، په داسې توګه چې د ټپي شوي کس د زړه د سویې څخه لوړ واقع شي.
۷ـ که د ټپي شوې ساحې په کسر( مات والي) شکمن وۍ، په ډیر احتیاط سره حرکت ورکوئ.
۸ـ زخم( ټپ) پانسمان کړئ، لومړی یو پارچه معقم ګاز د زخم په پاسه کیږدئ او ډاډ ترلاسه کړئ، چې د معقم ګاز پارچه د زخم له پاسه قرار ولري.
که وینه بهیدل لا هم جریان ولري او نه وي کنترول شوې باید معقم ګاز ورته بدل کړو او هغه د بنداژ په واسطه وتړو( د وینې د نه بندیدو په صورت کې باید معقم ګاز بیا بیا ورته بدل کړو او د زخم له پاسه فشار وارد کړو تر څو د وینې د بهیدلو جریان کمزوری شي).
که د وینې بهیدل بیا هم دوام ولري نو باید د تورنیکت طریقه وکاروو:
د تورنیکت طریقه هغه وخت کارول کیږي چې زخمي شوی کس په مټ او یا په پښه کې زخم ولري.
د تورنیکت د تطبیق ناحیه( ځای) باید وټاکل شي: د زخم پورتني طرفته( زړه طرفته) ساحه وټاکئ او د هغه له پاسه مټ یا پښه په یوه تسمه، دسمال او یا پانسمان سره کلکه وتړۍ تر څو د زخم طرفته وینه لاړه نه شي او د وینې د بندیدلو مخنیوی وشي.
د زخم او زړه تر منځ موقعیت و ټاکئ، تورنیکت باید د مفصل( بند) له پاسه تطبیق نه شي.
د تورنیکت طریقه اګر چې زخم ته وینه نه ورپریږدي او ورسره د وینې د بهیدو مخنیوی هم کیږي؛ خو ورسره ټول اندام د وینې له کمبود سره مخامخ کیږي چې د ډير وخت لپاره د تورنیکت طریقه نه ده پکار کیدای شي نوموړی اندام متضرره کړي، د تورنیکت په تطبیقولو سره باید مصدوم په بیړه سره روغتیايي مرکز ته ولیږدول شي.
د وینې د بهیدو نبوي سنت طریقه:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د وینې د بهیدو د مخنیوي لپاره شهد او د پوځي( یو ډول نازک لرګی دی چې لاسي پکهی ورڅخه جوړیږي) ایرې استعمال کړي دي.
د احد په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په سر مبارک باندې ژور ټپونه وخوړل، صحابه و کرامو په زخمونو کې ورته شهد ور واچول؛ خو بیا یې هم وینه ونه دریدله، په دې وخت بي بي فاطمې رضی الله تعالی عنها پوځی وسوځولو او ایره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سر په مبارکو زخمونو کې ور واچوله، هماغه و چې د ټپونو وینه یې هم ودریدله.
مسلمانانو ته خصوصا هغه کسانو ته چې په عسکري قطعاتو کې دي هم لازم دي، چې د ټپونو په لومړنیو رغولو کې له شهدو څخه استفاده وکړي.

Share this page to Telegram

Comments