د ولس له مکررې غوښتنې د طالبانو انکار؛ طالبان وايي چمتو ندي سملاسي اوربند وکړي

comments 0

89 Views

هندوکش ـــ کابل: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د یادې ډلې د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم وايي، تر هغې چې د جګړې د لاملونو په اړه بحث ونه شي؛ طالبان به اوربند ونه کړي.
په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم په دې اړه وویل:«دا معقوله نه ده چې شل کلنه جګړه په یوه ساعت کې پای ته ورسېږي. زموږ په ان منطقي دا ده هغه اسباب او ستونزې چې دغه جګړه یې رامنځته کړې ده پر هغه بحث وشي او له منځه یوړلی شي، له هغې وروسته اوربند وروستۍ شي او ستونزې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي. فرض کړئ که چېرې نن موږ اوربند وکړ، سبا ته د مېز پر سر هوکړې ته ونه رسېږو ایا بیا جګړه پیل کړو؟ په څه معنا؟»
اخوا د روانو چارو یو شمېر څارونکي وایي چې اوربند یواځې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه نده، بلکې د افغانستان خلک اوربند غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وایي«طالبانو د ولس له هیلو او غوښتنو سره په ټکر کې دي، ولس د جګړې دریدل غواړي، که جګړه بنده شي نو د خبرو پر مېز سختې پرېکړې اسانه کیدای شي.»
ښاغلی ننګیال زیاتوي چې اوربند په دې سربېره چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، د طالبانو په ګټه هم دی.«که طالبان اوربند وکړي، عام خلک، د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې ته به اسانه شي چې پر طالبانو باور وکړي، د جګړې په دوام د سولې پروسه له خنډونو او بې باوریو سره مخ کیدای شي،»
خو له دې سره سره، په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو د طرزالعمل او اسلوب برابرلو په برخه کې لا هم خبرې روانې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments