د ولسي وګړو قاتلین څوک دي؟؟؟ غازي ځدراڼ

comments 0

0 Views

نېوکې سختې نه دي، هر څوک یې کولی شي خو یو څه چې باید ووایو، نیوکې تل د کمزورو، لویدلو او ماتو افرادو کېسې دي.

خو له ستونزو د نجات لار لټول او یا مشکلاتو ته حل لار موندل بیا د هر چا د وس خبره نه ده.

راځو اصلي خبرې ته چې هغه په میدان وردګو کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله ده.

د افغانستان په څه باندې یوه نیمه لسیزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پړه ښکیلې لوري په یو او بل اچوي خو د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین هغه کسان دي چې ولسي وګړي د سپر په ډول کاروي.

طالبان د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د سړک غاړې ماینونه کار وي او دا یې د جګړې یو کامیاب تکتیک هم دی خو دغو ماینونو ډېرې کورنۍ هم د غم او ویر په ټغر کینولي دي.

ځانمرګي بریدونه چې طالبان او نورې وسله والې ډلې یې کوي له توپیر پرته ټول له مخې پورته کوي، دریم بیا له کلیو او کورونو جګړه ده چې بې له شکه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

اوس که طالبان رښتیا غواړي چې ملکیان د دوی له ازاره خوندي پاتې شي نو پکار ده چې له ملکیانو فاصله واخلي.

دوی دا کار هیڅکله نه شي کولی، دوی په ښکاره مرکز نه شي جوړولی، دوی مخامخ له افغان ځواکونو سره نښته نه شي کولی نو ځکه خو باید د بریدونو او چاودنو زیات قربانیان ملکي وګړي وي

خو هدف بل ډول دی : دوی غواړي له دې لارې هغه کسان د ځان په پلوۍ رامات کړي چې د دوی له لاسه یې د کورنۍ غړي وژل کېږي.

دوی خلکو ته ښيي چې افغان او نړیوال ځواکونه یې په خپلو کورونو کې نه پریږدي، د ښځو  او ماشومانو پروان نه یې نه ساتي نو ځکه خو دوی اړ دي چې وسله واله مبارزه وکړي.

دا د عامه ذهنیت اړوړلو او د مقابل لوري د بدنامۍ لپاره یو ښه فرصت او مناسب تکتیک دی چې طالبان یې خپلوي.

بل هغه، طالبانو ته خپل فردي خوندیتوب دی ، دوی پوهیږي چې افغان  او بهرني ځواکونه تر وسه وسه په هغه ځای برید ته زړه نه ښه کوي چې ملکي وګړو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو احتمالات زیات وي، نو ځکه خو دوی د خپلو بریدونو لپاره داسې ځایونه ټاکي چې هلته د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه زیاته وي، دا له هر پلوه د دوی په ګټه ده ، اول داچې افغان او بهرني ځواکونه په اسانۍ پر داسې سیمو بریدونه نه کوی او دویم که تر سره هم شي نو قربانیان به یې له دوی زیات ملکي وګړي وي چې دا هم د دوی په ګټه دي.

کلونه کلونه کېږي طالبان د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د نړیوالو بنسټونو راپورونه بې بنسټه بولي خو کلیوال بیا پوهیږي چې د دوی په ولسوالۍ کې پر زرنج موټر سایکل سړک غاړې چاودلی  ماین چا اېښې و او څوک یې ووژل؟؟؟

دوی هر څه ویني خو هیڅ هم نه شي ویلای ځکه هلته واکمني د طالبانو  ده او د طالبانو هر ډول کړنې ته د ملامتۍ ګوته نیول او یا یې پر ضد خوله خلاصول د خپل مرګ جواز اخیستل دي.

د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې شوي ځانمرګي بریدونه چا کړي؟ څوک یې وژلي؟ طالبانو یې په افتخار مسولیت منلی!

د ډېری دا ډول بریدونو تر ټولو زیات قربانیان ملکي وګړي دي خو طالبانو او نورو دولت ضد ډلو یې په اړه خدای حاضر دی چې ښکرور دروغ ویلي او ښځو ماشومانو ته یې هم افغان او یا امریکايي سرتیري ویلي.

له دې ور اخوا طالبان بیا د شپې له لورې چېرته ځي ماران، لړمان او نورې خزندې نه دي چې د ځمکې په درزونو او غارونو کې پټ شي دوی ملکیان مجبور وي چې شپه او ډوډې ورکړي چې د افغان ځواکونو سره د مخامخ کېدو په مهال د کوربه له کوره د سنګر په توګه کار اخلي نو اوس دا کوم منطق او عقل دی چې ووایو طالبان سپېنې پرښتې دي او لمنې یې پاکې دي، دوی دي چې په لوی لاس ملکیان په مستقیم او غیر مستقیم ډول د توپ خولې ته تړي.

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply