د ولسي جرګې ټاکنو پایلې وروستۍ کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: راتلونکو دوه اونیو کې به ولسي جرګې ته د پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویلي، که حکومت وغواړي، کولای شي د قانون پر اساس نوې ملي شورا پرانېزي، ځکه په وینا یې دوی د ولسي جرګې د نویو غړیو دوه ثلثه له دې وړاندې اعلان کړی.

دغه کمېسیون ویلي، د کابل په ګډون د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به په راتلونکو دوه اونیو کې وروستۍ شي.

تمه وه چې د تیر ۹۷ کال د حوت په ۱۶مه د ملي شورا ۱۷مه دوره د ولسي جرګې له نویو غړیو سره پرانستل شي، خو د ځینو ستونزو له امله اوس مقننه قوه نشته.

د ټاکنیزو کمېسیونونو مخکیني مسؤلین په درغلۍ، فساد او کمزوري مدیریت تورن او عدلیي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي، خو مالومه نه ده چې د کوم دلیل له مخې یې چارې او د هغوی په مدیریت کې شوې ټاکنې منل کېږي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments