د ولسي جرګې استازي: امریکا په افغانستان کې له ترهګړو ډلو ملاتړ کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: وروستي پیښو ته په اشاره د ولسي جرګې ځینو غړو امریکا دداعش پر مالي ملاتړ تورن کړې دې.
ولسي جرګې استازو وروستي پیښو ته په اشاره وویل چې امریکا جګړو تر شا ولاړ دي او جګړې ته افغانستان کې ادامه ورکوي.
د ولسي جرګې استازي الله ګل مجاهد وویل چې : امریکا هم دولت ترڅنګ ولاړ دې او هم داعشیان او طالبانو ته وسلې ورکوي. د نوموړي په وینا امریکا که وغواړي افغانستان کې سوله راشي نو د ښکیلو اړخونو ملاتړ دې بس کړي او افغان وژنه دې کم کړي.
نوموړې د ولسي جرګې پر استازو غږ وکړ چې تر هغه چې بهرنیان افغانستان کې وي امن او ثبات به را نشي نو له همدې امله تول باید یو خوله شو او د امریکایانو د ویستلو غږ اوچت کړو.
الله ګل وویل چې امریکا سره دې باید امنیتي تړون لغوه شي او افغانان پخپلو کې سره کیني او ستونزو ته دې د حل لاره پیدا کړي او که امریکا دلته نه وي ترهګړې ډلې پخپله له منځه ځي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *