د ولسي تړون په چوکات کې 137 کسانو ته کاري زمینه برابریږي

comments 0

45 Views

هندوکش – کابل: د کلیو پراختیا وزیر وايي چې روان کال په ټول هېواد کې له اتو زرو زیاتې انکشافي پروژې عملي کېږي.
تیره ورځ د ولسي جرګي په استجوابیه ناستې کې د کلیو پراختیا وزیر وویل،د دې پروژو په عملي کېدو سره به ۱۳۷ زره کسانو ته کاري فرصتونه ایجاد او د ولسي تړون په چوکاټ کې به پلي شي.
نوموړي زیاته، د ولسي تړون ملي پروګرام له ښاري سیمو پیل شوی او په ټول هیواد کې به تر لسو کلونو دوام کوي.
د یادونې وړه ده چې یاد وزارت په داسې حال کې ده څرګندونې کوي چې تردې وړاندې خلکو نیوکې کړي وو چې د کلیو پراخیتا وزارت انډول په پام کې نه نیسي او تر څنګ یې پراخ مالي فساد ته زمینه برابروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments