د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وځنډیدې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ټاکنو قانون د یو سل او څلورمې مادې په اساس وځنډېدلې.
د ټاکنو کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، یو سل او شل ولسوالیو کې ښځينه نوماندانې نه وې او ځینو نورو ولسوالیو کې د نوماندانو رقابت نه کېده چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره یې شرایط برابر نه کړل.
د ټولو ولسوالیو له جملې یوازې څلوېښت ولسوالیو کې ټاکنې د قانون مطابق ترسره کېدی شي او پاتې ټولو کې ستونزې وې چې د ټاکنو قانوني اړخ یې کمزوری کړی دی.
ټاکنو کمېسیون اوس د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ستونزه هم امنیت شورا کمېسیون ته وسپارله چې له بېلا بېلو ادارو جوړ دی.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments