د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د سرک جوړونۍ دوه تړونونه لاسلیک شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې د دوو حلقوي سرکونو تړونونه چې کابل – قیصار او لامان سره نښلوي د کالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسلامي انکشافي بانګ مرستیال ترمنځ لاسلیک شو.
دغه حلقوي سرک چې ۹۵ کلیومتره اوږدوالېۍ لري ۱۱۰ ملیونه ډالره تخمین شوې چې په پنځو کلونو کې به چارۍ بشپړې شي.
حلقوي سرک به په مستقیم ډول کابل قندهار، جلال آباد کابل، مزار کابل، لوګر کابل، او کابل بګرام سره نښلوي.
په ورته وخت کې د تولګټو وزارت سرپرست وزیر یما یاری لخوا د قیصار لامان لومړي او دوم برخې تړون هم هندی او چینایي نړیوال شرکتونو سره لاسلیک شو.
د یادو حلقوي سرکونو بودیجه آسیاسي پرمختیایې بانګ لخوا ورکول کیږي چې ۸۵ ملیون ډالره تخمین شوې ده.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *