د ولسمشر او میلر لیدنه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت نوي قوماندان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تیر ماښام په ارګ کې، د ناټو د غوڅ ملاتړ نوي قومندان جنرال سکاټ میلر سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او همدارنګه د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د سټراټيژۍ او د هغې د مثبتو پایلو په اړه بحث شوی.
د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال میلر ژمنه کړې چې په خپله نوې دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments