د ولسمشرې ټاکنو نوماندانو د د راتلونکي ټاکنې د تحریم خبر ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشر غني له لوري په ګڼو وزارتو کې وروستۍ ګمارنې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له غبرګون سره مخ شوي دي.
ولسمشریزو ټاکنو ته یوشمېر نوماندانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبرداری ور کړی چې که ارګ په ټاکنیزو کمېسیونونو کې له لاس وهنو لاس وانخلي او په دولتي ادارو کې د ګومارنو لړۍ بنده نه شي دوی به راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې تحریم کړي.
یاد نوماندان وايي، سره له دې چې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر غني د کار دوام مشروعیت نه لري خو بیا یې هم په غیر قانوني ډول خپلې دندې ته دوام ورکړی او وروستۍ ګومارنې یې کمپایني بڼه لري. دوی د ولسمشر له لوري پر دولتي مامورینو د اختر په مناسبت د پیسو د ویش وروستي فرمان په غبرګون کې وايي، چې ولسمشر غواړي له ملي عوایدو کمپایني استفاده وکړي.
خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د ولسمشر غني چارې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو له لوري له رسنیو سره د مرکو کول هم په لوی لاس ټاکنیز کمپاین دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments