د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتونکو مشر معرفي شو

comments 0

62 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر د سه شنبې په ورځ مازیګر د جمهوري ریاست د ساتنې عمومي ریاست لپاره نوی مشر جنرال ریاض معرفي کړ.
د ملي امنیت شورا په وړاندیز ولسمشر محمد اشرف غني د برید جنرال ریاض حکم منظور کړی و او تېره ورځ رسما معرفي شو.
ولسمشر په جنرال ریاض باور وښود چې په خپلو دندو کې بریالی و او تر دې وروسته به هم په زړه ورتیا سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
په دې غونډه کې ولسمشر د کورنیو چارو له وزیر غوښتي چې د وزارت په چوکاټ کې د هغو منسوبینو قدردانی وکړي چې لاسته راوړنې لري.
ولسمشر باور لري چې د امنیتي سکتور په اصلاح سره ستونزې کمیدای شي او دا کار هغه وخت شونی دی چې ضوابط پر روابطو حاکم شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments