د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو کمپاینې منډې ترړې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

په افغانستان کې ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری نیول کېږي، دا ټاکنې د تلې یا میزان په شپږمه په ټول هېواد کې کېږي، چې د ولسمشرۍ له پاره د اتلسو کاندیدانو د کاندیدۍ ټکټ ترلاسه کړی او اوس یې وخت رارسېدلی، چې د دې ټاکنو د ګټلو لپاره تبلیغاتي کمپاینونه وکړي د سترې ملي وثیقي پر بنسټ د اساسي قانون په رڼا کې د ولسواکۍ د سترې لاسته راوړنې په حیث د ټاکنو د قانون له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دا د کاندیدانو اخلاقي دنده او ستر مسوولیت دی چې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو او کمپاینونو پر مهال د ټاکنیزو کمېسېونونو سپارښتنې او لارښوونې رعایت کړي او د بیان د آزادۍ ارزښتونو ته په درناوي له خلکو سره د غونډو په بهېر او داسې نورو جرګو او کنفرانسونو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د یو او بل کاندید پر ضد له سپکو سپورو ډډه وکړي او هڅه وکړي چې د جوماتونو او د خلکو د کورونو په دیوالونو، کړکیو او دروازو د خپلو تبلیغاتي پاڼو او پوسترونو د نصبولو مخه ونيسي.
دا کاندیدان باید د نورو هېوادونو په ځای د خپل هېواد کې په چاپخانو مطبعوکې خپل عکسونه، تبلیغاتي پاڼې او پوسترونه چاپ او په هېواد کې خواره کړي چې له دې لارې اقتصادي ګټه خپلو هېوادوالو ته ورسوي، د خپل هېواد چاپخونو صنعت ته وده ورکړي او له پر ټاکنیزو کمپاینونو میلیونونو امریکایې ډالر په خپل هېواد کې مصرف کړي.
د رسنیو له لارې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د کاندیدانو او د خلکو، د رسنیو د کارکوونو، څارونکو ډلو، خبریالانو او ژورنالیستانو د فعالیت هڅو لپاره پوره امنیتي تدبیرونه نیول شوي او د دغه کار لپاره ځانګړي ملي پولیس او نورو کشفي او امنیتي کارکوونکي پردنډو ګومارل شوي دي، امریکا هم اعلان وکړ، چې د ټاکنو د امنیت او ترهګرۍ پرضد ګډې مبارزې لپاره ۴۰۰ تازه دمه امريکایي ځواکونه را استوي! همدارنګه د مرمۍ ضد پنځوس موټر او نهه سوه تنه ځانګړي امنیتي کارکوونکي او ساتونکي هم چې د هېواد د کشفي او استخباراتي ادارو له ‌ذره بین او کنټروله تېر شوي پر دندو ګمارل شوي او د کاندیدانو په واک کې ورکړ شوي چې د سولې په ډاډمنه فضا کې د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو ته سازمان ورکړي کاندیدان اړ دي، چې په ولسي غونډو کې د هېواد او خلکو د خدمت لپاره خپل دريځونه، هدفونه او پلانونه روښانه کړي او په دې برخه کې له خلکو سره له خپلو ژمنو سره سم هغو ته د عمل جامه ور واغوندي. دا د افغانستان د لسګونو میلیونو وګړو له ډلې څخه په ټاکنو کې د رای اچولو لپاره په نوملړ کې د څه د پاسه نهو میلیونو ثبت شويو او راجستر شويو رای اچونکو ستر مسوولیت او مکلفیت دی چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره له دغو کاندیدانو یو ته رای ورکړي او له مسلم حق او ستر امانت څخه ګټه واخلي باید رای هغه کسانو ته ورکړي، چې د ملت پر وینو یې لاسونه سره نه وي، غاضب، خاین، فاسد او فاسق نه وي، د هېواد د تاريخي او قسم خوړلو دښمنانو سره د ناوړو اړیکو په پاللو کې ښکیل نه وي، ښه سابقه ولري، د پوره درایت، اهلیت، علمیت، وړتیا، صداقت او د ایماندارې له ښېګڼو څخه برخمن وي.
دغه راز د افغانستان جمهور رئیس او د افغانستان د وسله وال اعلی سرقوماندان محمداشرف غني هم د ولسواکۍ د سترې لاسته راوړنې په ټوګه د ولسمشريزو ټاکنو زیات حیاتي اهمیت ته په کتو سره کورنيو ځواکونو ته امر کړی، چې د کاندیدانو خلکو، د رسنیو د کارکونو او څارونکو له ډلو د ژوند د خونديتوب لپاره کلک امنیتي تدبیرونه ونیسي.

Share this page to Telegram

Comments