د ولسمشريزو ټاکنو تحریم د څه لپاره / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

ولسمشریزو ټاکنې هرومرو په خپل وخت کې کېږي، د دې لپاره هم بودیجه ځانګړي شوې او هم دا ملي و نړيواله غوښتنه ده، چې باید ولسمشریزو ټاکنې وشي او د ولسواک نظام تر سیوري لاندې افغان ولس خپل حقونه ترلاسه کړي. افغان حکومت او ملت هم د دغه ملي او قانوني ارزښت د تحقیق لپاره ولسمشریزو ټاکنو ته پوره تیارې نیولې دی. وړمه ورځ یک شنبې د روانې زمري میاشتي په ۶ مه د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو تبلیغاتي کمپاینونه رسماً پیل شول، چې په ملي او نړيواله کچه یې تود هرکلی وشو، و به لیدل شي، چې کوم یو کاندید د ملت او هېواد د پرمختګ او هوسایني لپاره څه پروګرامونه او پلانونه لري؟ باید د قانون پر بنسټ په دې دوه میاشتني موده کې د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان ملت ته خپل پروګرامونه او موخې وړندې کړي. بیا به ملت تصمیم نیسي، چې چا ته او د څه لپاره رایه ورکړي! دا د افغانستان لپاره مهم فرصت دی، خو په عین حال کې افغانستان له مهم او برخلیک ټاکونکي پړاوه هم تېریږي! ولسمشریزو ټاکنې ډېرې مهمې او د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري، د نیکه مرغه د دې ټاکنو لپاره مهم وخت ټاکل شوي او هم یې د تحقیق لپاره پیاوړي ملي او نړیواله اراده شته، خو دښمن کرار نه دې ناست، د تېر په څېر دښمن د افغانستان د بربادۍ او په تېره بیا د ولس د دغه برخلیک ټاکلو پروسې د ننګولو لپاره هڅو ته زور ورکړی دی! لومړي سر کې دښمن داسې اوازې ټېت کړي، چې ګنې افغان حکومت د ټاکنو ظرفیت نلري، بیا چې دا ظرفیت را منځته شو او په ټاکنیزو کمېسېونونو کې اصلاحات راغلل، اوس وایې، چې ګنې دا ورته د منلو نه دی او ټاکنې دې نه کېږي بیا په بله پلمه د ټاکنو د مخنیوي هڅې کېدې، چې ګنې سوله دې وشي، خو دوه ځله د دې سولې لپاره ټاکنې وځنډیدي، بیا سوله نه مالومېږي او هېڅ دښمن د سولې لپاره اراده هم نلري، نن دښمن بله پلمه رامنځته کړی او د ولسمشرۍ لپاره یې ګڼ شمېر کاندیدان لمسولي، چې ولسمشریزې ټاکنې پرې تحریم کړي د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو شورا د ولسمشریزو انتخاباتو د تحریمولو ګواښ د همدغه لمسون پر بنسټ کړی؟ د دغې شورا په اعلامیه کې د خندا وړ تورونه لګول شوي، چې هغوی د ټاکنو د نامشروع کېدا لپاره هېڅ قانوني استدلال هم نلري! دوې حکومت ته ګواښ کړی، چې که یې غوښتنې و نه منل شي، نو ګنې انتخابات به تحریم شي. خو دا د یوولسو کاندیدانو ټولنه ده، له دې ټولنې ډېرې یې ټاکنیزې منډې ترړی پیلوي او ورسره درېدلي نه دي، دا هڅې ټاکنې غیرمشروع نه شي ګرځولی، که دوه کاندیدان هم سیالۍ ته ووزي، نو دا ټاکنې مشروع او د ملت او نړیوالې ټولنې لپاره قانوني او د منلو دي افسوس د دوی په دغه دریځ چې غواړي د افغانانو ملي ارادي وګواښي، خو داسې هېڅ هم نه شي کولی، دا کسان په اصل کې ملت ته ښه پلانونه او طرحې نه لري، ناکام دي، بریالي کېدای نه شي، ورو ورو د هغوی ناوړې کړنې بربنډېږي او ملت هم ترې فاصله نیسي، موږ له دغو کاندیدانو پوښتو، چې کله ټاکنې تحریموي، نو بیا مو ولې ځانونه کاندید کړی؟ دا په اصل کې هغوی په خپل ځان ملنډې وهې، په یو او بل حرکت هېڅ د ملت ارادې نه شي ناکامولی، ملت په ټاکنو کې برخه اخلي او ولسمشریزي ټاکنې په خپل وخت کیږي! که کوم کاندید ته ځان ناکام شکاریږي، غوره ده، چې له خپلې کاندیدۍ تېر او د بل ملاتړ غږ پورته کړي، دا اصولی او قانوني لاره ده، خو د ټاکنو په مخ کې درېدل، د دښمن په ګټه درېدنه ده.

Share this page to Telegram

Comments