د وسله والو پرضد عملیات چټک کیږي

comments 0

7 Views

هندوکش – کابل: ملي دفاع وزارت وایي، ژمي کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې پوځي عملیات لا ډېرېږي.
دفاع وزارت بېلابېلو ولایتونو کې خپل یرغلیز عملیات بریالي بولي او په ژمي کې د علمیاتو د لا زیاتوالي خبره کوي.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ویلي، د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو د زیاتوالي په پایله کې د طالبانو مهم قوماندانان ملا منان، پير اغا او د پنځو ولایتونو لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني لپاره د طالبانو والیان او د سرې قطعې قوماندان بلال ځدراڼ وژل شوي.
جاوید ویلي، د یرغلیزو عملیاتو په زیاتېدو سره د جګړې په ډګر کې د افغان سرتېرو په مرګژوبله کې د پام وړ کموالی راغلی او وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments