د وسله والو طالبانو یو قوماندان د مدرسې پر ۲۱ زده کوونکو جنسي تېری کړی

comments 0

2647 Views

هندوکش ــ تخار: د تخار ولایت په اشکمش ولسوالی کې د یاد ولایت لپاره د طالبانو د ښوونې او روزنې مسوول د جنسي پیاوړتیا د درملو له خوړو وروسته په یوه دیني مدرسه کې پر ۲۱ زده‌کوونکیو جنسي تېری کړی دی. یاده پېښه ۱۵ ورځې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه سیمه کې شوې ده.
د اشکمش ولسوالی د نواباد سیمې یو اوسېدونکی شمس‌الله وايي، د اشکمش ولسوالي یو محلي قوماندان سیدعبدالکریم یوه شپه چې له مېلمستیا راوتلی، د ابراهیم خلیل‌الله مدرسې ته ورغلی او هلته یې د یادې مدرسې پر ۲۱ زده‌کوونکیو جنسي تېری کړی دی.
د شمس‌الله یو خپل چې ۱۴ کلن دی هم د دغې مدرسې یو زده‌کوونکی دی چې جنسي تېری پرې شوی دی. هغه زیاتوي، د طالبانو یاد قوماندان له هغه وروسته چې د جنسي پیاوړتیا درمل خوړلي، د وسلې په زور یې پر یادو زده‌کوونکیو تېری کړی دی.
د اشکمش یو بل اوسېدونکي وایې چې سیدعبدالکریم د تخار لپاره د طالبانو د پوهنې مسوول دی. د ده په وینا، له هغه وروسته چې د سیمې خلک خبرېږي، سید‌عبدالکریم د اشکمش ولسوالی لپاره د طالبانو د ولسوال له لوري نیول کېږي.
د سیمې د دغه اوسېدونکي په وینا، د طالبانو د پوهنې مسوول اوس د شکمش ولسوالي په کولابي سیمه کې د حسین په نوم د طالبانو له یوه قوماندان سره بندي دی.
د تخار په ملي امنیت کې یوه سرچینه هم د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، د طالبانو د پوهنې مسوول سیدعبدالکریم سعادت د اشکمش ولسوالی د شاه ‌مشرف سیمې اوسېدونکی دی چې د یادې ولسوالی په نواباد سیمه کې یې د یوې مدرسې پر زده‌ کوونکو جنسي تېری کړی دی او اوس د طالبانو په بند کې دی.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments