د وزیرستان تجاران: د پاکستان پوځ دې تاوان راکړي

comments 0

132 Views

هندوکش ــ شمالي وزیرستان: د شمالي وزیرستان تجارانو او دوکانداران وايي که حکومت هغوی ته د ړنګ کړل شویو دوکانونو، بازارونو او مارکیټونو معاوضې ورنکړې نو د دسمبر پر ۱۵مه به لویې لارې وتړي.
هغوی د نومبر پر ۳۰مه په میرلي بازار کې لاریون، احتجاج او جرګه وکړه او حکومت ته یې ۱۰ ورځې مهلت ورکړ چې د هغوی غوښتنې دې ومني کنه نو هغوی به پراخ احتجاجونه وکړي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عمليات وکړل. د طالبانو سره په جګړو کې د کورونو او سړکونو ترڅنګ د ميرلي او میرامشا بازارونو دوکانونه هم وران شول.
کله چې خلک له کډوالۍ ورستانه شول نو له حکومته يې وغوښتل چې دا دوکانونه دې ورته جوړ کړي. حکومت ورسره د همداسې کولو وعدې وکړي خو تر اوسه دا ژمنې نه دې پوره شوي.
په مظاهره کې شامل يو دوکاندار شفقت الله داوړ، وويل چې حکومت ورسره وعده کړې وه چې په پوځي عملياتو کې د شويو نقصانونو د پوره کولو لپاره به پېسې ورکوي خو تر اوسه یې داسې نه دې کړي.
د صلاح الدین په نوم یو بل تجار وايي، بازارونه، مارکيټونه او دوکانونه هرڅه له منځه تللي او دوی ډېر زیات تاوانونه کړي خو نن په سوال او په منت خپلې معاوضې غواړي خو حکومت یواځې وعدې کوي او عملي ګامونه نه اخلي.
بلخوا ځايي حکومتي چارواکي وايي خلک دې حوصله وکړي ځکه چې د ميرلي بازار دوکاندارانو لپاره يې پېسې بېلې کړې دي خو تر اوسه ورته له صوبايي حکومته نه دې ور رسېدلي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments