د وزیرانو شورا: د کب 27 د خبریالانو ملي ورځ ده

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: د افغانستان د وزیرانو شورا له لوري د کب ۲۷ نېټه د خبریال د ملي ورځ په نوم ونومول شوه او  له دې وروسته به يې د خپلې ملي ورځې په نوم خبریالان لمانځي.

تیر میلادي کال هم  افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې سخت او  له ستونزو ډک کال وو،  د دندو پرمهال یو شمېر پکښي ووژل شول ژوبل شول او داسې نورو ستونزو سره مخ شول.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د پیل راهیسي هم د خبریالانو د تهدید ترڅنګ تردا مهاله وژل شوي ژوبل شوي لرو د رسنیو مدافع ټولنې اندېښنه ښيې چې افغانستان  کې د رسنیو او خبریالانو  حالت د اندېښنې وړ دی.

ددې ورځې د لمانځنې په  فلمه به د کابل په ګډون ولایتونو کې خبریالان راټول د رسنیو او  خبریالانو د اهمیت او فعالیت په هکله به سره خبرې وکړې او د ستنزو یادونه به وکړي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا (نی) عمومي مشر مجیب خلوتګر ددې ورځې په مناسبت وویل چې په داسې حال کې يې لمانځو چې د ځينو هم مسلکانو وينې مو وچې شوي نه‌دي. تر درېيو مياشتو مو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

تیره اونۍ هلمند کې پر یوه سیمه ییز خبریال د چاودنې په ترڅ کې نوموړی سخت ژوبل شو چې  اوسمهال تر درملنې لاندې ده همداشان دوه ورځې وړاندې په خوست ولایت کې خبریال او ممثل لومړی په ډزو ژوبل او وروسته يې له سختو ټپونو ساه ورکړې وه.

ويل شوي په ٢٠١٨میلادي کې کال افغانستان، د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک و په افغانستان کې په‌دې کال ١٦ خبريالان په امنيتي پېښو کې وژل شوي وو.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments