د وزن کمولو لارې

comments 0

0 Views

ټولو هغه وروڼو او دوستانو لپاره چې غواړي په یوه اونۍ کې د 6–7 کیلو وزن کم کړی، لاندې اووه ورځنۍ پلان بغیر له کومې وېرې او وارخطایۍ عملي کړي ، تر څو له اوو ورځو وروسته د ښه والي ، هوساینې او خوښۍ احساس وکړي.
د دغه اووه ورځني پلان تاثیر پدې کې دی ، تر څو د خواړو په واسطه د بدن ټوله چربي وسوځي.
لومړۍ ورځ:
میوه جات: ستاسو د لومړۍ ورځې پېل له میوه جاتو څخه کیږي ؛ هغه میوه چې ستاسو خوښه وي خوړلای شئ بغیر دکیلې څخه . ښه خبره داده چې تاسې خټکی او هندواڼه په لومړۍ ورځ تر نورو میوو ډېره وخورئ.
دويمه ورځ:
ټول اقسام د سبزیجانو: تاسې پخپله خوښه زیات اومه او په پاخه سبزیجات وخورئ او هېڅ حد او اندازه نلري. خو باید د پخولو په وخت کې د غوړو څخه مخنیوی وشي. د سهار د ناشتې پرځای دې ایشولې پټاټې وخوړل شي.
دریمه ورځ:
پخپله خوښه سبزیجات او میوې ګډې وخورئ ؛ خو کیله او پټاټې نن ورځ مه خورئ .
څلورمه ورځ:
کیله او شیدې: نن ورځ به تاسو درې ګیلاسه شیدې او اته دانې کیلې خورئ او دغه رنګ یو ګیلاس د سبزیجاتو ښوروا وڅښئ.
پنځمه ورځ:
یوه پیاله ایشولې وريژې به تاسو وخورئ ، شپږ دانې رومیان وخورئ، ۱۳ ګیلاسه اوبه وچیښئ.
شپږمه ورځ:
نن بیا د ټولو سبزیجاتو ورځ ده: یوه پیاله ایشولې وريژې وخورئ او پخپله خوښه ټول اومه او پاخه سبزیجات وخورئ .
اوومه ورځ:
نن ورځ به تاسې خوراک وي یوه پیاله وريژې! د میوې جوس او ټولې سبزۍ .
يادونه:
۱ : د دغه پرهیز په جریان کې هره ورځ لس لس ګیلاسه اوبه چيښل کېږي.
۲ : د پرهیز په جریان کې ډوډۍ ، خواږه او غوړ قطعا منع دي، که چیرې د وږی کیدو احساس کوئ نو د برنامې مطابق هغه ټاکل شوي شیان خورئ.
۳ :که د سهار لخوا نیم ساعت ځغاسته( ورزش) وشي نو ګټه به یې ډېره وي.
۴ : که چیرې څوک غواړي تر اووه کیلو نور هم ځان کم کړي نو د دويم ځل لپاره دې یې تکرار کړي البته د اول اودويم پرهیز تر منځ به درې ورځې وقفه ورکوي او د دریو ورځو په جریان کې به خپل عادي خوراک کوي. ستاسو په خوښه چی هر څومره ځان ډنګروئ د ابرنامه تکراروئ.

Share this page to Telegram

Comments