د ورځې ۲۰ دقیقي په بایسکل تګ آرامتیا په برخه کوي

comments 0

0 Views

د ایوا پوهنتون پوهانو په نوی څېړنه کې موندلی چې هغه کسان چې په بایسکل ۲۰ دقیقي تګ کوي حافظې د ځواکمنتیا لامل ګرځي او د بې ځایه تشویشونو مخه نیسي او ارام ذهن لري.
دغې څیړنې په اړه میشل ووس وايي، د دغه مطلب یوه مثبته پایله دا ده، چې وګړي کولای شي د ورځینو فعالیتونو د ښېګڼو په اړه فکر وکړي.
له شمېرو معلومېږي، چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به له هرو ۸۵ کسانو څخه یو یې په الزایمر ناروغۍ اخته وي؛ څېړونکو موندلې چې د سېګرټو په څېر د ځینو ناسالمو عادتونو درلودل د عقل د زوال خطر یو پر درې زیاتوي.
څېړوونکي ټینګار کوي، چې خلک باید په دې پوی او خبر وي، چې که غواړي په سپین ږیرتوب کې هم د خپل عقل او حافظې ځواک خوندي وساتۍ؛ نو دېته اړتیا نشته چې په یوه ورزشي کلب کې نوم لیکنه وکړي، بلکې دا کار هره ورځ په خپله هم ترسره کولای شي.
ورځنی فزیکي فعالیت حتا کې ډېر کم هم وي، د مغز له ځواکمن پاتې کېدو سره ډېره مرسته کوي

Share this page to Telegram

Comments