د ورزش ګټې

comments 0

0 Views

د امریکا یوې روغتیايي ادارې له ګڼو ناروغیو د ژغورل کېدو په اړه نوې لارښوونې کړې دي.
په دې لارښوونو کې ویل شوي که څوک په یوه اوونۍ کې په ټولییز ډول د څه باندې ۱ ساعت ورزش کولو عادت جوړ کړي نو د زړه له ناروغیو، سرطان، ذبیابیطس (شکره / شوګر) او ګڼو نورو ناروغیو ځان ژغورلای شي.
مطلب دا چې، که په ورځني ډول ۲۰ دقیقې هم ورزش وکړئ، له دې ګټو برخمن کېدای شي. ضروري نه ده چې زیات لګښت وکړئ؛ اسانه لار یې دا ده منډه ووهئ، ګړند تګ وکړئ، لوبې وکړئ او که لږ د لاس پراخي لرئ نو کوم کلب ته تلل یې تر ټولو ښه لار ده.
د دې تر څنګ دا هم ضروري نه ده چې په یوه ځای او یوه وار ۲۰ دقیقې ورزش وکړئ، بلکې په ورځ کې دوه یا درې ځله ۱۰، ۱۰ دقیقې ورزش کولو سره هم هغه ګټې ترلاسه کولای شئ کومې چې په یوه وخت له ۲۰ دقیقو ورزشه ترلاسه کوئ.

Share this page to Telegram

Comments