د هېواد په دوو ولایتونو کې له ۳۵ ماین چاودنو مخنیوی شوی

comments 0

14 Views

هندوکش ــ کابل: د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د سنګین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو طالبانو ۳۳ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په همدې حال کې د زابل ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هم پولیسو د ترهګرو د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترورېستي بریدونو مخنیوی شوی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments