د هېواد شمال فاریاب کې جګړې د ښځو پر ژوند بد اغېز کړی دی

comments 0

4 Views

هندوکش ـ فاریاب: د جګړو له کبله د بلخ ته د فاریاب کډوالې شوې مېرمنې چې کورنه یې وران شوي، د کورنۍ غړي یې وژل شوي او په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي، د سولې تمه لري.
دغه مېرمنې د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مزارشریف ښار کې توکي خرڅوي، دوی دوحه کې له مرکچي پلاوي غوښتنه کوي چې هېواد کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
منیره د دغو ښځو له ډلې یوه ده، هغه ښار کې توکي خرڅوي:«جګړه کې مې د کورنۍ اته غړي له لاسه ورکړي دي.»
هغه زیاتوي:«څو کالار مې راوړي دلته یې پلورم، څو یو شل افغانۍ پیدا کړو، صغیران ماشومان مې دي ورته ډوډۍ وړم.»
د منیرې ترڅنګ ډېرې نورې ښځې هم دي چې د ښځينه او د نارینه وو زاړه کالي پلوري، دوی هیله لري چې جګړه پایته ورسیږي او نور خلک له بې وزلۍ سره مخ نشي.
شمسیه څرګندوي:«یو زوی مې فاریاب کې ورک شوی دی، مړی او ژوندی یې نه دی مالوم، کار نشته، مجبوره یم دلته کالي وپلورم، جګړې زموږ ټول شته واخیستل.»
دغه مېرمنې وايي، په سرکونو کې د کار پرمهال د طالبانو ګواښونه کیږي او حکومت ته یې د جاسوسي په تور تورنوي.
په همدې حال کې د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست بیا دولتي بنسټونو کې ښځو ته د کار د زمینې برابرولو وايي:«موږ هڅه کوو چې د سرک پر سر د کارګرو ماشومانو لپاره پروګرام لرو، د ښځو لپاره یې هم ولرو.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي، د هېواد په کور د ننه او بهر يې هر کلی شوی، خو ولس هیله ښودلې چې دې خبرو سره به طالبان اوربند وکړي او تاوتریخوالی به کم شي خو طالبانو تاوتریخوالی ندی کم کړی او له خبرو سره یې همماهله جګړې ته زور ورکړی دی. د ولس هغه تمه چې له طالبانو يې لرله ختمه شوې ده ځکه چې طالبان سولې ته ژمن ندي او په جګړه یې خپلې ګټې خوندي دي او نه غواړي چې جګړه ختمه شي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments