د هیلۍ بل ډول قورمه

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- هيلۍ يوه دانه
2- روميان دوه كيلو
3- غوړي درې سوه ګرامه
4- اوږه دوې دانې
5- د ليمو اوبه نيم ګيلاس
6- ګشنيز او نعناع يوه دسته
7- د غوښو اوبه(ښوروا) دوه كيلاسه
8- مالګه او مرچ د ضرورت په اندازه.
د پخيدو ترتيب :
هيلۍ ښه پاكوو او مينځو يې. د ليمو اوبه، مالګه او مرچ سره ګډوو او هيلۍ پكښي اچوو 24 ساعته يې په يخچال يا بل يخ ځاي كي ايږدو. وروسته بيا په يوه دېګ كي غوړي اچوو او د هيلۍ شا و خوا په غوړو كي سره كوو. وروسته بيا د غوښو اوبه ( ښوروا ) ور اچوو او كوټل شوې اوږه، ګشنيز او نعناع ور اچوو. او د دېګ سر ور بندوو. تر څو هيلۍ پكښي پخه سي خو اور يې بايد خام وي او وروسته تر پخېدو يې بايد اوبه تر دوو كاچغو زياتي نه وي. په پاې كي لږ مالګه او مرچك ور اچوو. بيا وروسته د روميانو پوټكي ځني ليري كوو. ( كه د روميانو د پوټكى د ليري كولو دپاره لږ ايشيدلي اوبه پر روميانو باندي واچوى په ډېره اساني سره يې پوټكي ځني اوړي ) بيا روميان ميده كوو او په يوه دېګ كي لږ غوړي اچوو او روميان ور اچوو او يو تفت وركوو چي روميان خوړين شي او اوبه يې وچي شي بيا مالګه او مرچ ور اچوو او په دېش كي يې اچوو او هيلۍ درسته پكښي ايږدو او د روميانو پر سر باندي د زيتون دانې اوډو.

Share this page to Telegram

Comments