د هګې ځانګړتیاوې

comments 0

0 Views

که روغتیاپوهان د خپلو څېړنو له مخې هر څو د هګۍ په سپینو کې د پروټینو تله درنه کړي، خو بیا هم د هګۍ په زېړو کې کافي او د بدن د اړتیا پوره کولو پروټین موجود دي.
روغتیاپوهانو په خپلو څېړنو کې څرګنده کړې ده چې په هګۍ کې تر ۵۰ سلنې پروټین موجود دي، چې د دې پنځوس سلنې څخه څلور ګرامه سپین او درې ګرامه یې زېړ دي، پاتې هغه ماده ده چې د انسان په بدن کې د اړتیا وړ مواد پوره کوي.
ځینې روغتیاپوهان چې یوه مریض ته د هګیو د زېړو د نه خوراک مشوره ورکوي هغه په دې مانا چې په هګۍ کې د زېړو په خوراک د وینې غوړوالی زیاتېږي.
بالآخره، ویلای شو، هغه کسان چې د وینې د غوړوالي وېره نه لري، سپین دې خوري. خو که په پرلپسې توګه څوک د هګۍ سپین وخوري، هغه قوت چې د هګۍ په زېړو کې دی له هغې به محروم پاتې شي.
دا هم ویلای شو، په هګۍ کې چې کوم قوت موجود دی، هغه د زېړو په موجودیت کې دی، که څه هم زیات کلسټرول به ولري خو پخپله کلسټرول ته هم وجود اړتیا لري. خو دا سپارښتنه اړینه ده چې یو انسان باید داسې خوراک وکړي چې د خپل بدن د اړتیا وړ کلسټرول پوره کړي، نه دا چې د زیاتو کلسټرولو لرونکی خوراک وکړي او روغتیا ته یې تاوان ورسېږي.

Share this page to Telegram

Comments