د هګيو حلوا

comments 0

0 Views

د اړتیا ور مواد:
1- هګۍ دولس دانې .
2- بوره 125 ګرامه .
3- غوړي 125 ګرامه .
4- هېل دولس دانې.
د پخولو طریقه:
هګۍ ښه سره و وهى چي بيخي سره يو ډول سي. بيا نو بوره ور واچوى او ښه يې سره و وهى. چي بوره او هګۍ سره حل سي بيا په يوه كړايي كي غوړي سره كړى او هېل ور واچوى چي د هېلو بوى پورته سو بيا نو وهل سوې هګۍ ور واچوى او ژر ژر يې لړى تر هغه مهاله چي هګۍ سرې سي او پر غوړو راسي بيا يې راكښته كړى. كه غواړي چي پسته او بادام پر واچوى هغه ستاسي خوښه ده كه نه دغسي ساده يې را واخلى د زربرغ كاغذ پر كښېږدى.

Share this page to Telegram

Comments