د هوایي دهلیز له لارې صادرات زیات شوي

comments 0

15 Views

هندوکش – کابل: د روان کال تر پایه به د هوایي دهلېزونو د صادراتو کچه ۵۵۰۰ ټنه ته لوړه شي.
حکومت وايي، تر اتو نورو ورځو پورې به د هوايي دهلېزونو له لارې د افغانستان صادرات تر ټاکل شوې اندازې زیاتې کچې ته ورسېږي.
احفغانستان دا مهال له بېلا بېلو اسیايي او اروپايي هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې نښلول شوی دی.
چارواکي وايي، د هوايي دهلېزونو له پرانيستلو راهیسې له یوه کاله ډېر وخت وځي او تر دې مهاله ۳۷۰ پروازونه تر سره شوي دي.
د دغو پروازونو له لارې بېلا بېل افغاني محصولات او تولیدات وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، لاسي صنایع، قره قل، جلغوزي او ځينې نور توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د کابل او چین تر منځ هوايي دهلېز پرانيستل شو چې تر اوسه له دې لارې اته سوه ټنه جلغوزي چین ته رسېدلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments