د هند د پوځ مشر: هند دې هم طالبانو سره مذاکراتو کې شامل شي

comments 0

0 Views

هندوکش – هندوستان: هندي رسنیو نه په خپور شوي خبرونو کې راغلي چې هند دې هم د طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې شامل شي.

د هند د پوځ لوی درستیز بپن راوت په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي دي چې که هند له افغانستان سره علاقه لري، نو پکار ده له طالبانو سره د سولې په اړه په خبرو کې گډون وکړي.

راوت څو ورځې مخکې له رسنیو سره د خبرو پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو هرکلې کړی و.

یاده دې وي، چې هند په مسکو کې له طالبانو سره په یوې غونډې کې گډون کړی و. هند خپل دوه استازي مسکو ته استولي و خو هغوی یواځې د خبرو نظارت ته ورغللي و.

د هند د پوځ مشر د دې سوال په ځواب کې چې ایا هند د طالبانو په اړه خپله نظر بدل کړی، ویلي، چې له طالبانو سره خبرې دې د افغان حکومت په مشرۍ وشي او ټول مسولیت دې هم افغان حکومت ته ورکړل شي.

محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments