د هند د بهرنیو چارو پخوانی وزیره مړه شوه

comments 0

2 Views

هندوکش-هندوستان: د هند د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره سشما سوراج د زړه د سکتې له امله د ٦٧ کلونو په عمر وفات شوه.
نوموړې د زړه د ناڅاپي سکتې له امله د نوي ډیلي یو روغتون ته ورسول شوه؛ خو هلته یې ساه یې ور کړه.
سوراج د هند د لومړي وزیر نریندر مودي نژدې سیاسي ملگري وه، چې په ٢٠١۴کال کې د هند د بهرنو چارو وزیره وټاکل شوه خو د تیرو دوو کلونو راهیسې یې صحت ښه نه و نو ځکه یې په تیرو انتخاباتو کې برخه وانخیسته.
د هغې د مړینې د خبر د خپریدو نه وروسته د هند صدراعظم په یو ټویټ کې ولیکل چې د هند د سیاسي تاریخ یو روښانه څېره د نړۍ نه سترگې پټې کړې .
نوموړی زیاده کړه سوراج دخپل ملت لپاره ډیرخدمت کړی اودی ستایلو وړده.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments