د هند تر والک لاندې کشمیر کې خراب امنیتي وضعیت خلک اندیښمن کړي دي

comments 0

188 Views

هندوکش – هندوستان: د هندي رسنیو راپورونو له مخې ، د کشمیرسیمه ییزو چارواکو له خوا خلکو ته امنیتي خبرداری ورکړل شوې او ویل شوي چې د هند تر واک لاندې کشمیر څخه کډه وکړي.
د رسنیو په وینا د هندي چارواکو له قوله،وسله وال د پاکستان په ملاتړ پر هغه زیارت د برید پلان لري چې په کال کې یو ځل خلک ور درومي.
یوه سیمه ییز حکومتي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره هندو زیارت کوونکي او هندي سیلانیان او همدا شان څه باندې ۲۰ زره کارګران له سیمې د وتلو په حال کې دي.
هند له کلونو راهیسې پاکستان تورنوي چې په کشمیر کې د وسله والو ملاتړ کوي، دا هغه سیمه ده چې نوي ډیلي او اسلام اباد یې د ملکیت په سر شخړې تل کوي.
د شنبې په ورځ جرمني او بریتانیا په خپلو جلا جلا خبرداریو کې له خپلو ښاریانو وغوښتل چې دې سیمې ته له سفره ډډه وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments