د هند او پاکستان له کړکیچ افغانان څه ګټه اخیستلی شي / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

وروسته له هغې چې په هندوستان کې پر ملیشه ځواکونو هوايي برید وشو او نږدې پنځوس کسان پکې ووژل شول، د هند غوصه یې راوپاروله او د دې برید د غچ ګواښ یې وکړ.
دوه ورځې وړاندې هندي ځواکونو په ناڅاپه برید کې د جیش محمد سخت دریځې ډلې مرکزونه په پاکستان کې په نخښه کړل او په دې سره د هند او پاکستان جګړه پيل شوه.
د هند د دې ګام هر کلی شوی چې پاکستان کې یې د ترهګرو مرکزونه په نخښه کړي دي، ځکه پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، مالي امکانا ورته برابروي او بیا یې نورو هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره جنګوي.
د هند پوځیانو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې دا ترهګره ډله چې د پاکستان له لوري یې روزنه او ملاتړ کېږي او په هند کې یې د دغه هېواد پر پوځیانو د شوي موټربم برید مسوولیت منلی و، سخته ځپلې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې چې ۱۰۰۰ کیلويي بم هم پکې کارول شوی، د جیش‌ محمد ډلې شاوخوا درې سوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي او روزنیز مرکزونه او پټن‌ځایونه یې هم ویجاړ شوي دي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور او د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر پاکستان د هند له لوري د شوي یرغل ځواب به ورکړي.
د هند او پاکستان تر منځ روان کړکېچ نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او ان نړۍ په ګټه دی.
پاکستان لسګونه ترهګرې ډلې روزلې او روزي، ملاتړ یې کوي او په سیمه، په تېره بیا افغانستان کې یې د خپلو موخو او ګټو لپاره جنګوي.
د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې پورته شوی غږ چې پاکستان یې ملاتړی هېواد بلل شوی، د افغانستان په ګټه دی، خو که افغان حکومت بې‌ غوري وکړي، ښايي اسلام‌اباد هم د هند غچ له افغانستانه واخلي او د افغان سولې خبرو اترو ته زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان هم څو ورځې وړاندې ویلي و، که هند د پاکستان پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدام وکړي، د افغان سولې روانې خبرې اترې به زیانمنې کړي.
افغان حکومت ته په ‌کار ده چې د پاکستان پر وړاندې خپلې هڅې له هند سره همغږې کړي او که امریکا هم په دې برخه کې له هند سره همغږي زیاته کړي، د دواړو هېوادونو کړکېچ به د ترهګري پر له منځه وړلو او افغان سولې مثبت اغېز وکړي.

Share this page to Telegram

Comments